Economyافغانستاندریننګرهار

ننګرهار کې د چرګانو صنعت د وارداتو د کمولو پر لور روان دی + غږیز راپور

در حال تکمیلEconomyننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-02 08:31:59🎙 رادیو را بشنوید

په ننګرهار کې د هګیو، غوښینو چرګانو او د چرګانو د خوراکي توکو یوه ستره تولیدي مجموعه د کورني تولید د زیاتولو او د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي. د یاد شرکت مسوولان وایي، هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې د هګیو او چرګانو وارداتو ته د هېواد اړتیا پای ته ورسوي. د «حبیب حسام» تولیدي شرکت په جلال‌اباد ښار سوېل‌ختیځه څنډه کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او د مسوولانو په وینا، نږدې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ده. د شرکت مشره مریم نوري وایي، مجموعه یې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ زره هګۍ تولیدوي، په درېیو ورځو کې ۶۰ زره یو ورځني چرګوړي برابروي او په یو ساعت کې ۲۵ ټنه د چرګانو خوراک تولیدوي. د تخنیکي برخې مشر انجنیر عبدالشکور وایي، د تولید چارې په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي چې د چرګانو د دانې او هګیو تولید، د یو ورځنیو چرګړو روزنه او د غوښینو چرګانو پالنه پکې شامله ده. د نوموړي په وینا، د یو ورځنیو چرګړو تولیدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي. د شرکت فعالیتونو نږدې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. یو شمېر کارکوونکي وایي، په هېواد کې د دندو رامنځته کېدل هغوی ته دا فرصت ورکړی چې د کار لپاره بهر ته د تګ پر ځای په خپل هېواد کې د…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-02 08:31:59

خط زمانی

  1. Parstoday

    ننګرهار کې د چرګانو صنعت د وارداتو د کمولو پر لور روان دی + غږیز راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-02 08:27:46

ننګرهار کې د چرګانو صنعت د وارداتو د کمولو پر لور روان دی + غږیز راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button