KabulPoliticsافغانستانپښتو

د کرکټ نړۍوالې شورا او ځینو نړۍوالو لوبغاړو د شاپور ځدراڼ پر مړینه… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 09:38:38🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا، د ځینو هېوادونو کرکټ بورډونو، پخوانیو لوبغاړو او د کرکټ نړۍ ګڼو مخورو څېرو د افغانستان د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ، د افغانستان د کرکټ ټولنې او خلکو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي. د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د شاپور ځدراڼ جسد کابل ته رارسېدلی چې د ملي لوبډلې پخواني او اوسني لوبغاړي، د کرکټ بورډ چارواکي، د هغه د کورنۍ غړي او یو شمېر نور مخور کسان یې د هرکلي او احترام لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو. د شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ نن له غرمې مخکې (پنجشنبې، د چنګاښ ۱۸مه) د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ادا او وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پر مرنجان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو. د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) پر خپله اېکس‌پاڼه د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغانستان له مخکښو چټکو توپ‌اچوونکو او د کرکټ نړۍوال جام اتل بللی دی. د کرکټ نړۍوالې شورا رییس جي شاه لیکلي چې د ۳۸ کلن پخواني افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی شوی دی. نوموړي د افغانستان د کرکټ په نړۍوال پرمختګ کې د شاپور ونډه ستایلې او د ۲۰۱۵ کال…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 09:38:38

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کرکټ نړۍوالې شورا او ځینو نړۍوالو لوبغاړو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-09 14:07:01

د کرکټ نړۍوالې شورا او ځینو نړۍوالو لوبغاړو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button