د کرېکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۷ کال یو ورځنيو نړيوال جام لپاره خپل ګروپونه او لوبډلې په ډاګه کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې. په الف یا اې ګروپ کې افغانستان، هند، پاکستان، اسټراليا، زېمبابوې او یوه کواليفای کېدونکې لوبډله چې وروسته به روښانه شي شامل دي. په ب یا بي ګروپ کې انګلنډ، نیوزيلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، شري لنکا او يوې بلې کواليفای کېدونکې لوبډلې ته ځای ورکړل شوی دی. د دواړو ګروپونو د سر دری او یوه هغه لوبډله چې د منډو اوسط یا رن رېټ یې لوړ وي بل پړاو يا سوپر اووه ګروپ ته لار مومي او له هغې وروسته به نیمه پايلوبې او پايلوبه ترسره کېږي. د ۲۰۲۷ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به د اکتوبر پر ۷مه نېټه پیل شي چې د نومبر مياشتې تر ۲۱ نېټې پورې به دوام وکړي. د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب په ګډه جنوبي افریقا، زېمبابوې او نميبيا کوي چې په مستقيم ډول یې نړيوال جام ته لار موندلې ده. تر ډېره ښايي د کرېکټ د مينه والو پام الف ګروپ کې سياليو ته ورټول وي په دې ګروپ کې د کرېکټ سرسخته سيالان هند او پاکستان له یوه بل سره مخامخېږي. په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سيالي هم سخته شوې ده….
Quick facts
Timeline
-
Bbc
د کرېکټ نړيوال جام: افغانستان له هند، پاکستان او اسټراليا سره مخامخېږي – BBC News پښتو
Sources
External sources
د کرېکټ نړيوال جام: افغانستان له هند، پاکستان او اسټراليا سره مخامخېږي – BBC News پښتو