EnglishSportsافغانستان

د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته… — Bbc

DevelopingSports1 SourcesUpdated: 2026-10-23 20:33:24🎙 Listen to radio

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلونو لوبډلې په عمان کې بنګله‌ دېش ته په څلورو وېکتو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره د دواړو هېوادونو لوبلړۍ مساوي پایته ورسېده. بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۴۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ. د افغانستان لپاره امير حمزه او سهيل خان هر يوه دری دری او لطف الله محمدي دوه بنګالي لوبغاړي وسوځول. بل پلو د بنګله دېش لپاره فريد حسن تر ټولو ډېر (۸۲) منډې وکړې. د ده ترڅنګ الامين حسين ۲۹ او روبيل حسن هم ۲۹ منډې وکړې. د افغانسان لپاره بيا طاهر سروري ۶۷، سبحان زاخېل ۶۰، شاه فيصل او سهيل خان هره يوه ۱۸ منډې جوړې کړې. د یادولو وړ ده له دې بریا سره په دې لوبلړۍ کې افغانستان او بنګله دېش دواړو دوې دوې لوبې وګټلې او دا لوبلړۍ مساوي پايته ورسېده. د افغانستان ۱۹ کلنو راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له عمان سره ده.

Quick facts

TopicSports
Sources1
Updated2026-10-23 20:33:24

Timeline

  1. Bbc

    د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-10-23 13:07:19

د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button