Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، نن د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي. باختر اژانس ته د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو، خپلې يو لړ ستونزې شریکې کړې او په یاده ولسوالۍ کې يې د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده. دغه راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر په خپلو خبرو کې ويلي دي: "موږ د ولس په خدمت کې یوو، ځکه چې ولس تل زموږ ملاتړ کړی دی." هغه د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپلو امکاناتو مطابق ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل
منابع
Afghan sources
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل