Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا د شواک ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د شواک ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو یو لړ ستونزې او مشورې شریکې کړې او په دې ولسوالۍ کې یې د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.دغه راز، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې دغه وزارت د پروژو پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. هغه زیاته کړې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅې کوي چې هېوادوالو ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړي چې له ښېګڼو څخه يې څوک بې برخې پاتي نه شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
Sources
Afghan sources
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل