Englishافغانستانامنیتفراه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د فراه له والي سره وکتل — Bakhtar

DevelopingSecurityفراه1 SourcesUpdated: 2026-11-10 11:52:04🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د فراه له والي ملا محمد حافظ مجاهد سره کتلي دي. باختر اژانس ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د فراه والي په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي: "موږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه کړې ده او په فراه کې د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه کوو."دغه راز، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې دغه وزارت د هېواد ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په فراه کې هم لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.

Quick facts

Locationفراه
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-10 11:52:04

Timeline

  1. Bakhtar

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د فراه له والي سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-10 10:54:51

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د فراه له والي سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button