Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ننګرهار د والي له مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ننګرهار د والي مرستیال په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل د ياد ولايت خلکو ته پاملرنه او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه کړې ده. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: "د ولس حق دی چې موږ ورته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي."
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د ننګرهار د والي له مرستیال سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د ننګرهار د والي له مرستیال سره وکتل