زمونږ خبریال راپور راکړی ځایي بڼوال وایي، د ځمکې لاندې اوبو کچه دومره ټیټه شوې چې ښایي په راتلونکې کې د وچکالۍ ستونزه نوره هم زیاته شي. په سویلي ولایت کندهار کې شاه ولیکوت هغه ولسوالي ده چې د انځرو حاصلات یې د کورنیو بازارونو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته هم لار موندلې ده. خو په دې وروستیو کې، د نړیوالو اقلیمي بدلونونو له امله د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل دغلته د انځرو د ګڼو باغونو د وچېدو لامل شوي دي. اغاولي، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د انځرو بڼوال دی، وایي، دېرش سلنه بڼونه یې وچ شوي او پاتې نور یې هم د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. اغاولي وایي، د اوبو موندلو لپاره یې تر ۳۵۰ مترو پورې ځمکه کیندلې، خو پایله یې نه ده ورکړې. نوموړی وایي، د وچکالۍ خطر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او دوی هم کډې کولو ته اړ شوي دي. دغلته ګڼ نور بڼوال بیا له حکومت او مرستندویه ادارو څخه د باراني اوبو د مهارولو په موخه د بندونو د جوړولو، د اوبو د ښه مدیریت او دغه راز د کرنې د میکانیزه کولو غوښتنه کوي. دوی وایي، که دغو ستونزو ته پر وخت او سمه پاملرنه ونه شي، په سویلي ولایتونو کې به ډېرې کروندې او بڼونه له منځه ولاړ شي. په کندهار کې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د کندهار دېرش سلنه بڼونه د اقلیمي بدلونونو له امله وچ شوي
Sources
External sources
د کندهار دېرش سلنه بڼونه د اقلیمي بدلونونو له امله وچ شوي