Summary: د افغانستان اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، سيمه ييزو مسئولینو، پانګه والو، سوداګرو او صنعتکارانو په شتون، د کندهار سمنټ توليدي فابريکې د لومړي فاز چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاده فابریکه په درېیو فازونو کې جوړېږي، چې په لومړي فاز کې به په ورځني ډول تر ۱۵۰۰ ټنه سمنټ تولید شي او د ټولو فازونو تر بشپړېدو وروسته به یې د سمنټو ورځنی تولیدي ظرفیت شاوخوا ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. پر یادې پروژې د احمد نبي زاده ګروپ شرکت له لوري، شاوخوا ۱۵۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې او اوسمهال په بېلابېلو برخو کې يې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په کار بوخت دي، چې د فابریکې په بشپړ فعالیت سره به، زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. د باختر اطلاعاتي اژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کندهار سمنټو فابريکې د پرانيست غونډې په پيل کې، د دې فابریکې بنسټګر، احمد نبي زاده؛ د پانګه والو او صنعتکارانو د هر اړخيز ملاتړ په خاطر، له اسلامي امارت څخه مننه او ژمنه يې وکړه چې د یادې پروژې چارې به په معياري ډول ترسره کړي. وروسته، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، وويل: "موږ هغه وخت دوامداره اقتصادي پراختیا ته رسیدلی شو چې له خپلو سرچینو څخه پایداره ګټه پورته کړو او د صنعتي سیاست په برخه کې مهم ګامونه واخلو." هغه زياته کړه: "د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژیک او اقتصادي تفکر دا دی چې افغانستان په تدریجي ډول، له مصرفي هېواد څخه په تولیدي هېواد بدل، اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره، په تولیدي پروسو کې ځنځیري ارزښتونه پراخ او د صادراتو کچه لوړه کړي." د ملا عبدالغني برادر اخوند په وينا، افغانستان په کور دننه د سمنټو د تولید پراخ ظرفیتونه لري او ياده کارخونه د هېواد د ساختماني سکټور د اړتیاوو په پوره کولو کې بنسټیز رول لوبولی شي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د کندهار شوراندام سمنټو فابریکې له مسئولینو څخه په ټینګار سره وغوښتل چې خپلې ټولې چارې د منل شويو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه کیفیت ترسره کړي. دغه راز، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې په لومړي ځل د سمنټو تولید پیلېږي. د هغه په وينا، اوسمهال د افغانستان په کچه د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سمنټو پر شپږو سترو پروژو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به يې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد د سمنټو اړتیا به تر ډېره بريده پوره شي. د غونډې په دوام، د اوبو او انرژۍ وزير ملا محمد يونس آخندزاده؛ پر هېوادوالو غږ وکړ چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ په لاره کې دې هڅې وکړي، څو هېواد د نورو له احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسيا شي. ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين مولوي شهاب الدين ثاقب، له هغو پانګه والو او صنعتکارانو څخه چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره هڅې کوي؛ د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هغوی بشپړ ملاتړ کوي او لازمې اسانتياوې ورته برابروي. د اقتصاد وزارت مسلکي معين ډاکټر عبداللطيف نظري هم په خپلو خبرو کې؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو پروژو پلي کول، د مالياتو په راټولولو کې روڼتيا، د فساد له منځه وړل، د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتل، له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ او د افغانستان د ترانزيټي موقعيت پياوړتيا؛ په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او يادونه يې وکړه چې اسلامي نظام دغو برخو ته ډېره پاملرنه کړې ده. د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد او نورو ويناوالو هم د خپلو خبرو کې؛ وويل چې د افغانستان اسلامي امارت لومړيتوبونه شريک کړل او ټينګار يې وکړ چې ټول هېواد کې د پروژو په تطبيق کې بايد کيفيت او معيار، د صنعت ودې او د خلکو اړتياوو ته ډېره پاملرنه وشي. هېره دې نه وي چې د کندهار سمنټو کارخونه به د کورني تولید د ودې، د وارداتو کمښت، د پانګونې جذب، د اقتصادي ودې پیاوړتیا او د زرګونو کاري فرصتونو رامنځته کېدو له لارې؛ د هېواد په اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې کې مهم رول ولوبوي چې خام مواد يې ۱۰۰ سلنه کورني دي او د بهرنيو وارداتي سمنټو په پرتله، ۵۳ پورټليند (A) درجه توليدات لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کندهار سمنټ توليدي فابريکې لومړی فاز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
سرچینې
Afghan sources
د کندهار سمنټ توليدي فابريکې لومړی فاز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو