کندهار (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د کندهار صنعتي پارک د جنوبي برخې د عمومي سړک جوړولو پروژه، چې ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، پیل شوه؛ صنعتکاران او سوداګر وایي، د دغه پارک د سړکونو او نورو بنسټیزو برخو بیارغونې ته جدي اړتیا ده. د کندهار ښاروالۍ نن (یکشنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې پروژې کار پیل کړ. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، یاد دوهطرفه سړک به ۷۰۰ متره اوږد او ۴۰ متره پلن جوړ شي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل: «که څه هم د صنعتي پارک رغونه زموږ له اساسي مسوولیتونو څخه نه ده، خو زموږ هوډ دا دی چې له صنعتي پارک څخه ترلاسه کېدونکي عواید بېرته د همدې پارک د ابادۍ او پراختیا لپاره ولګول شي او په تدریجي ډول د سړکونو جوړولو چارې هم ترسره کړو.» د کندهار د وچې مېوې د اتحادیې مرستیال بسمالله نوري د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او وایي، د صنعتي پارک د سړکونو او نورو برخو خراب وضعیت له کلونو راهیسې صنعتکارانو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي. هغه د صنعتي پارک د چاپېریال پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دوړو او ککړ چاپېریال له امله د وچې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د کندهار صنعتي پارک کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو پروژه پیل شوه
منابع
Afghan sources
د کندهار صنعتي پارک کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو پروژه پیل شوه