Summary: د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي مقام د حکم له مخې د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۹۱ نورو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو. د کندهار د مرکزي بندخونې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي مقام د تفتیش رئیس مفتي اسلام مسلم ازادو شویو بندیانو ته مبارکي ورکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې له جرمونو څخه ډډه وکړي. ورته مهال، د کندهار د مرکزي بندخونې رئیس مولوي محبالله ګرمسیري هم ازادو شویو بندیانو ته مبارکي ویلې او له هغوی یې غوښتي، چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف له کړنو ډډه وکړي او په زندان کې له ترلاسه کړو زدهکړو او روزنې څخه په ګټې اخیستنې خپلې کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د لسګونه نورو د بند موده کمه شوه
سرچینې
Afghan sources
د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د لسګونه نورو د بند موده کمه شوه