د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نهلري. مارکو روبیو د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د ازبکستان سمرقند ښار ته لاړ او د «C5+1» چوکاټ په ترڅ کې یې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره د مهمو کانونو، د انرژۍ زېرمو او ټرانسپورټي لارو په اړه خبرې اترې وکړې.دغه امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره نوی پړاو پیلوي. د دغې مقالې د لیکوالانو زلمي نشاط او کرېس بلکبرن په وینا، د امریکا دغه سترې هیلې په مستقیم ډول د افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره غوټه دي، ځکه په دې سیمه کې اقتصادي وده او ملي امنیت له یوه بله نهشي بېلېدای.منځنۍ اسیا له افغانستان، ایران، روسیې او چین سره ګډې پولې لري او سیمهییز هېوادونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو پلانونو تر څنګ د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلهوالو ډلو د ګواښونو مخه هم ونیسي. که څه هم واشنګټن غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې نفوذ مهار…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي
سرچینې
Afghan sources
د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي