Summary: د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د نشه يي توکو د وضعیت په اړه د UNODC کلني راپور په کلکه رد کړ. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او ترياکو د توليد په اړه د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UNODC) د کلني راپور شمېرې او پایلې له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهد و سره په ټکر کې بولي او په کلکه يې ردوي. سرچينې زياته چې، د دې معینیت په باور یاد راپور شته وضعیت په کره توګه نه دی منعکس کړی او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عملي لاسته راوړنې يې له پامه غورځولي دي. په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مسوولي مرجع او د عملياتو د پلي کوونکې ادارې په توګه په ساحه کې حضور لري او د کښت او کروندو د له منځه وړلو وضعيت له نږدې څاري ثبتوي او راپور وركوي. د سرچينې په وينا له ساحوي معلوماتو او د کروندو د اړولو له اسنادو سره له پرتله کولو پرته د سپوږمکی پر انځورونو اټکلي محاسبو او د مغرضو کړیو په غلطو معلوماتو تکیه د قطعي پایلو د وړاندي کولو لپاره بسنه نه کوي. خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د عملياتو له پيل وړاندې په سپوږمکۍ انځورونو کې د یوې کروندې موجودیت د حاصل تر تولولو پورې د هغې د پاتې کېدو معنا نه لري او بايد د تولید د محاسبې بنسټ ونه ګرځول شي. د دې معينيت د جغرافيايي معلوماتو او ساحوي راپورونو له مخې په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد په هغو ولايتونو کې، چې کښت ترسره شوی و له ۲۶ زره هکټاره زیاته ځمکه د نشه يي توکو له تولیدوونکو بوټو څخه پاکه شوې ده. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغه عملیات د پام وړ مالي او انساني لګښتونو په ګاللو او په سختو ساحوي شرايطو کې ترسره شوي دي، له همدې امله هره ارزونه چې دغه اقدامات او پایلې يې په خپلو محاسبو کې په پام کې ونه نيسي نيمګړې، د نه باور وړ او غیر منصفانه ده. سرچينې زياته کړې، چې د UNODC په راپور کې د شاوخوا ۴۳٬۳۰۰ هکتاره کوکنارو د کښت او نږدې ۱٬۵۰۰ متریک تنه ترياکو د تولید اټکل د دي معينيت له ارزونو سره بنستیز توپير لري. د ساحوي معلوماتو له مخې په روان کال کې د نشه يي توکو د تولیدوونکو بوټو د کښت پېژندل شوې ساحه شاوخوا ۲۶ زره هکتاره وه، چې حاصل ته تر رسیدو وړاندې پرې د محوي عمليات ترسره شوي او د معينيت د ارزونو له مخې له دغو عملياتو وروسته د پاتې کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده. د کورنیو چارو وزارت په وينا له همدې امله UNODC باید د خپلو معلوماتو سرچینې د سپوږمکۍ د انځورونو نېټې، د کروندو جغرافيايي مختصات د کښت او تولید د محاسبې تګلاره د اټکلونو د احتمالي تېروتني حدود او دا چې د کروندو د له منځه وړلو رسمي شمېرې يې په وروستيو محاسبو کې څنګه په پام کې نيولې دي په روښانه توګه وړاندې کړي؛ د شته توپير د تشریح او د ناسمو معلوماتو د اصلاح مسوولیت د راپور د خپروونکي بنست پر غاړه دی. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کوي، چې د یوه بنسټ نړيوال دریخدځ د معتبرو شواهدو او علمي تګلارې ځای نشي نیولای د مسوولو مراجعو د شواهدو له څېړلو پرته د اختلافي اټكلونو د قطعي واقعيت په توګه وړاندې کول د کره او مسوولانه راپور ورکولو له اصولو سره سمون نه لري. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې نړيوال تخصصي راپورونه باید د سیاسي ملاحظاتو له هر ډول اغېز څخه خوندي وي او ساحوي واقعیتونه په بې طرفه او منصفانه تو که منعکس کړي. د سرچينې په وينا د تخنيکي ارزونو سياسي کېدل او د ساحوي شواهدو له پامه غورځول د نړیوالو راپورونو اعتبار او بي طرفي تر پوښتنې لاندې راولي. په خبرپاڼه کې له ياد دفتر څخه غوښتنه شوې، چې د خپلو محاسبو بنسټ او د شمېرو د توپیر لاملونه په مستند ډول تشریح کړي پر راپور بیاکتنه وکړي او د کروندو د له منځه وړلو شمېرو او ساحوي واقعیتونو ته په پام سره یې اصلاح کړي. سرچينې زياته کړې، چې له مستند وضاحت پرته د اختلافي شمېرو خپرول د راپور اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او مسووليت يې د خپروونکي بنست پر غاړه دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د نشه يي توکو د وضعیت په اړه د UNODC کلنی راپور رد کړ
Sources
Afghan sources
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د نشه يي توکو د وضعیت په اړه د UNODC کلنی راپور رد کړ