افغانستانامنیتپښتو

هیأت بلندپایه وزارت امور داخله در کنفرانس امنیتی چین بر گسترش همکاری‌های امنیتی… — Khaama

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 03:17:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس لوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ، د دغه وزارت جګپوړي پلاوي، په چین کې نړیوال امنیتي غونډه کې ګډون کړی دی. د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د دغه وزارت استازي ویلي دي: نړۍ دا مهال له ګڼو پېچلو امنیتي ننګونو؛ لکه جګړو، شرخوښو ډلو، نشه‌یي توکو، سازمان‌شوو جرمونو، سایبري ګواښونو، ناقانونه کډوالۍ او نورو امنیتي ستونزو سره مخ ده چې د مخنیوي لپاره یې د هېوادونو ګډې همکارۍ اړینې دي.هغه زیاته کړې چې افغانستان د څو لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ تر سختو تجربو وروسته؛ اوس د امنیت او ثبات نوي پړاو ته داخل شوی او د اسلامي امارت امنیتي بنسټونه د هېواد په ټوله جغرافیه کې د خلکو د ژوند، مال او عامه نظم د ساتنې لپاره هڅې کوي.د کورنیو چارو وزارت استازي څرګنده کړې چې افغانستان نه غواړي خاوره یې د هېڅ هېواد پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره وکارول شي او امنیتي ځواکونه د هېواد په دننه کې د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي او د امنیت د اخلال کوونکو د ځپلو وړتیا لري.په وینا کې پر سیمه‌ییز امنیت ټینګار شوی چې د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره نه بېلېدونکی تړاو لري او د متقابل احترام، نه‌مداخلې، ښه ګاونډیتوب او ګډو امنیتي همکاریو پر بنسټ د هېوادونو اړیکې کولای شي د سیمې د ثبات، سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.هغه له چین سره د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه ویلي چې افغانستان د دواړو هېوادونو د ګډو امنیتي او اقتصادي ګټو پر بنسټ له چین سره د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتونکی دی او چمتو دی د نشه‌یي توکو، سازمان‌ شویو جرمونو، قاچاق او نورو ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپلې همکارۍ پراخې کړي. همدارنګه، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان ترسره شوي اقدامات یاد شول او ټینګار شو چې د دې پدیدې د له منځه وړلو مبارزه د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤولیت دی. په همدې موخه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې د بدیل کښت، کرنې او اقتصادي فرصتونو په برخو کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي. د کورنیو چارو وزارت استازي د نوو امنیتي ګواښونو په اړه د هېوادونو ترمنځ د امنیتي ادارو د اړیکو، د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنې او د استخباراتي معلوماتو د مسؤولانه شریکولو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.هغه د خپلو خبرو په پای کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت پیغام روښانه دی او هغه دا چې افغانستان سوله، امنیت او اقتصادي پرمختګ غواړي او د داسې سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ملاتړ کوي چې پر متقابل احترام، ګډ مسئولیت او ګډو ګټو ولاړ وي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 03:17:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه پلاوي د چین په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-12 11:19:20

د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه پلاوي د چین په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button