Englishافغانستانامنیتپکتیکا

د کورنیو چارو وزیر ۴ ولايتونو ته په سفر کې له ځايي چارواکو،… — Bakhtar

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-11-12 00:02:32🎙 Listen to radio

Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولینو، مجاهدینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره کتلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نوموړي د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د څه باندې ۴۰۰ تنو فارغینو په مراسمو کې ګډون کړی او د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلي کې یې له قومي مخورو سره کتلي دي. د کورنیو چارو وزیر همداراز د یوه ښوونځي او دارالایتام لیدنه کړې او د زده‌کړو او روزنې په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي. ښاغلي حقاني همدارنګه د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې له مجاهدینو، قومي مخورو او ولسي وګړو خلکو د لیدنې پر مهال د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره پر مثبت فکر، رغنده تعامل او ګډو هڅو ټینګار کړی دی. همداراز یې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسولینو سره د اداري، امنیتي او خدماتي چارو په اړه خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د مسولیتونو د سم ادا کولو او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې لارښوونې وکړې د سفر په دوام، د کورنیو چارو وزیر په پکتیکا ولایت کې له معلولینو سره هم ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې هم له سیمه‌ییزو خلکو سره ولیدل او د وفات شویو د کورنیو د غړو په فاتحه‌ کې یې ګډون وکړ.

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-12 00:02:32

Timeline

  1. Bakhtar

    د کورنیو چارو وزیر ۴ ولايتونو ته په سفر کې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او علماوو سره کتلي دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 12:24:42

د کورنیو چارو وزیر ۴ ولايتونو ته په سفر کې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او علماوو سره کتلي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button