EnglishKabulافغانستانامنیت

د کوکنارو د بندیز فرمان د تشریح غونډه؛ د دغه فرمان د جدي… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-19 09:37:14🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان د تشریح او تبیین غونډه کې د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ، ګډو هڅو او د فرمان د احکامو پر جدي او بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱مې ګڼې فرمان د تشریح او تبیین غونډه جوړه شوې وه. د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم، د دعوت او ارشاد رییس او یو شمېر علماوو د یاد فرمان پر موخو، حقوقي او ټولنیزو اړخونو، نړۍوال غبرګونونو او د نشه‌یي توکو د مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت پر تګلارې خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې چې ګډونوالو د نشه‌یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي برخه کې د یاد فرمان ارزښت، اغېز او لاسته‌راوړنې هم بیان کړې. د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال له قوله لیکلي چې نشه‌یي توکي یوه ټولنیزه ستونزه ده او مخنیوی یې هم د ټولنې ګډ مسؤولیت دی. هغه ویلي:…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-19 09:37:14

Timeline

  1. Pajhwok

    د کوکنارو د بندیز فرمان د تشریح غونډه؛ د دغه فرمان د جدي پلي کېدو غوښتنه وشوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 14:05:32

د کوکنارو د بندیز فرمان د تشریح غونډه؛ د دغه فرمان د جدي پلي کېدو غوښتنه وشوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button