کابل (پژواک) ـ د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه د تمویلوونکو، ملګرو ملتونو، نړۍوالو موسسو او پراختیايي شریکانو له استازو سره شریک شوي دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې ویلي چې نن (دوشنبه)، د تمویلوونکو، نړۍوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو شپږمه غونډه ترسره شوه. سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول. خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لومړیتوبونه کډوالو او راستنېدونکو ته د دایمي سرپناه برابرولو، زدهکړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، د کاري فرصتونو د ایجاد او همداراز هغوی ته د لومړنیو بشري مرستو رسولو او یو شمېر نورو برخو اړوند وو. د خبرپاڼې له مخې، دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره مشخص شوي، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړۍوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدغو لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي. سرچینې د تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو د استازو له قوله لیکلي چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول
سرچینې
Afghan sources
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول