Summary: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره کتلي دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي ويلي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې معلومات راټول کړي دي. د نوموړي په وینا چې د راستنو شویو د مېشتېدنې په موخه د نړیوالو بنسټونو او د اسلامي امارت د ادارو ګډ کار ته اړتیا ده او یادونه یې کړې، چې دا مهال د ملګرو ملتونو بنسټونه زرګونو اړمنو کورنیو ته مرسته رسوي او اړتیا ده، چې دغه لړۍ پراخه شي. نوموړي د خبرو پر دوام څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو اړتیاو ته پام وکړي او یادونه یې وکړه، چې یوناما چمتو ده، څو د راستنو شویو د ستونزو د حل په برخه کې له اسلامي امارت سره په تخنیکي برخو کې همکاري وکړي. ښاغلي لیمارکي په بشري برخو کې پر ګډ کار ټېنګار وکړ او ځينې وړاندېزونه یې شریک کړل. ورته مهال مولوي عبدالکبیر د یوناما مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه. هغه زياته کړې، چې اسلامي امارت د راستنو شویو ستونزو ته د رسیدنې په موخه ګڼو ادارو ته دندې سپارلې دي او اسلامي امارت د یوناما د همکاریو او مرستې هرکلی کوي. د نوموړي په وینا چې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د مرستې رسولو لړۍ روانه ده او د مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه یې وکړه. دغه راز محترم مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې د زرګونو داخلي بیځایه شویو کورنیو د لېږد لپاره پلان د عملي کېدو په حال کې دی. هغه همدارنګه ويلي چې د ملګرو ملتونو د ادارو د کار لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د یوناما وړاندېزونه یې مهم وبلل.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کډوالو او راستنېونکو چارو وزير د يوناما له مرستيال سره کتلي دي
سرچینې
Afghan sources
د کډوالو او راستنېونکو چارو وزير د يوناما له مرستيال سره کتلي دي