Economyافغانستانپښتو

پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 12:37:39🎙 راډیو واورئ

Summary: د پکتیا ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي. په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور ویلي، چې برېښنا د خلکو د ورځني ژوند د اسانتیاوو ترڅنګ د اقتصاد، سوداګرۍ، صنعت او نورو برخو په پراختیا کې مهم رول لري او اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته د رسېدنې او د هغوی لپاره د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې هڅې کوي او د خلکو اړتیاوو ته به د امکاناتو تر کچې رسېدنه وشي.نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د برېښنا له اسانتیاوو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي د برېښنا په مصرف کې سپما وکړي او د نصب شویو ترانسفارمرونو، برېښنايي پایو او نورو وسایلو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.د یاد ولایت د برېښنا رئیس مولوي محمدانور راشد وویل، چې دغه پروژه د مرکز ګردېز اړوند چوڼي، شیخان، فقیرخاک عبدالله کلا او ډڼډ غاړې سیمو کې پلي شوې، چې پکې ۹ ترانسفارمرونه فعال شوي او پرمټ یې ۱۰۵۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.د یادونې وړ ده، چې د یادې برېښنا په برابرېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د ورځني ژوند په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي او د برېښنايي وسایلو د کارولو ترڅنګ به د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه هم برابره شي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 12:37:39

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-29 10:29:28

پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button