د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ترمیم چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د نږدې ۱۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د ترمیم چارې پيل شوې. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې ترمیماتي پروژې پر مهال به د ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیې د مسجد سربېره د طب، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم او ارتباطاتو، کرنې پوهنځیو او تدریسي روغتون اداري او تدريسي ودانۍ، لابراتوار خونې، تشنابونه، پلې لارې او نور ځایونه ترمیم، کاشي او رنګ شي او دغه راز به یې د اوبو او برېښنا برخې هم په معیاري توګه د استفادې وړ شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د یادې پروژې ۱۲ میلیونه او ۳۱۴ زره افغانۍ مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له میزانیې څخه ورکول کېږي، چې چارې به یې د یو خصوصي شرکت لخوا د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ترمیم چارې پیل شوې