EnglishKabulNewsافغانستان

د ګونګیانو نړۍواله ورځ؛ کابل کې ګونګیان د زده‌کړو او کار برخو کې… — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-30 10:27:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د ګونګیانو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، په کابل کې د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ استادان وايي چې د دغه قشر لپاره د زده‌کړو او مسلکي روزنې زمینه برابره شوې، خو د مسلکي استادانو او درسي موادو کمښت، د کارموندنې او له خلکو سره په اړیکو کې ستونزې لا هم د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي. د ګونګیانو نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۳۰مه نمانځل کېږي؛ دغه ورځ د ګونګیانو او کم‌اورېدونکو کسانو د حقونو، اړتیاوو، زده‌کړو، ټولنیزې ونډې او برابرو فرصتونو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه نومول شوې ده. په دې ورځ د ګونګیانو لپاره زده‌کړو، ټولنیزو خدمتونو، کاري فرصتونو او اغېزناکو اړیکو ته د لاسرسي پر اهمیت، په ځانګړي ډول د اشاروي ژبې له لارې ټینګار کېږي. له ګونګیانو سره دې پر درناوي چلند وشي نجیب‌الله رضايي کابل کې د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ یو استاد دی. نوموړي مخکې خپله په همدغه انسټیټیوټ کې زده‌کړې کړې او اوس د نقاشۍ د استاد په توګه ګونګیانو زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکوي. رضايي وايي، له اتو کلونو راهیسې په دغه انسټیټیوټ کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي او په کابل کې یې د ګونګیانو د ارواپوهنې څانګه کې زده‌کړې کړې دي. هغه وايي چې له هنر سره د ډېرې لېوالتیا له امله یې د نقاشۍ د…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-30 10:27:03

Timeline

  1. Pajhwok

    د ګونګیانو نړۍواله ورځ؛ کابل کې ګونګیان د زده‌کړو او کار برخو کې له ستونزو سره مخ دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 14:55:01

د ګونګیانو نړۍواله ورځ؛ کابل کې ګونګیان د زده‌کړو او کار برخو کې له ستونزو سره مخ دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button