EnglishKabulPoliticsافغانستان

کونړ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو — Bakhtar

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-29 17:07:21🎙 Listen to radio

Summary: په زابل ولایت کې د کابل–کندهار پر لویه لار د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او پرانیستل شو. د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي محمداسماعیل غزنوي وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم له مخې د کابل–هرات پر لویه لار په هر ۷۰ کیلومترۍ کې د مسافرو لپاره د ۱۴ جوماتونو د جوړولو پلان لري. نوموړي زیاته کړه، چې په زابل کې هم د دغه پلان له مخې یو جومات د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرانیستل شوی دی. د هغه په وینا، د یاد جومات د جوړولو چارې په یوه کال کې بشپړې شوې او د لسګونو لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري. هغه زیاته کړې، چې په دغه جومات کې د اوداسه ځایونه، د امام او مؤذن د اوسېدو خونې، پخلنځی، د موټرو تمځای او د اوبو او برېښنا اړوند سیسټمونه هم جوړ شوي دي. د ټولګټو چارو وزارت مرستیال وویل چې په زابل کې د دغه وزارت له لوري د بیارغونې یو شمېر نورې پروژې هم روانې دي او پلان لري، چې په راتلونکي کې په دغه ولایت کې د بیارغونې نورې پروژې هم پلې کړي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې هم د کابل–هرات پر لویه لار ورته یو جومات جوړ او پرانیستل شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-29 17:07:21

Timeline

  1. Bakhtar

    زابل کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-29 16:24:21

زابل کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button