KabulPoliticsافغانستانپښتو

د یواېن‌ډي‌پي استازي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-01 10:37:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) له نوي استازي تورهان صالح سره لیدلي دي. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د پراختیايي پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې وشوې. اعلامیه کې راغلي، د کرنې وزیر په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې برخو کې پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ. هغه وویل: «افغانستان چمتو دی خپل کرنیز محصولات د نړۍوالو معیارونو له مخې تولید او صادر کړي. نوموړي په دې برخه کې د بازار نشتوالی له اساسي ننګونو څخه وباله.» سرچینې لیکلي، مولوي عطاءالله عمري د جګړو او بې‌ثباتیو له امله رامنځته شوو زیانونو ته په اشارې وویل، د هېواد کرنه لا هم په ډېرو برخو کې په لومړني حالت کې ده، مالداري په دودیزه توګه ترسره کېږي، د اوبو مدیریت معیاري نه دی او د هېواد ځمکې هم په بشپړه توګه سروې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 10:37:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د یواېن‌ډي‌پي استازي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 15:06:35

د یواېن‌ډي‌پي استازي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button