کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵):یوې نوې سروې ښودلې چې د یورو سیمې د تولیدي سکټور وده د اګست په میاشت کې په څه باندې څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. هممهاله، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د دې سیمې کلنی انفلاسیون له ۲.۹ سلنې څخه ۳.۳ سلنې ته لوړ شوی دی. رویټرز راپور ورکړی چې د «اېساېنډپي ګلوبل» (S&P Global) د سروې له مخې، د یورو سیمې د تولیدي سکټور د پېرود مدیرانو شاخص (PMI) د اګست په میاشت کې ۵۲.۷ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شاخص د جولای په میاشت کې ۵۱.۹ و. راپور زیاتوي، دا د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې راهیسې د دغه شاخص تر ټولو لوړه کچه ده. د ۵۰ څخه پورته شاخص د تولیدي فعالیتونو د پراختیا نښه ګڼل کېږي. د یورو سیمه د اروپايي ټولنې له ۲۱ هغو غړو هېوادونو جوړه ده چې رسمي اسعار یې یورو دي. د راپور له مخې، فابریکو د اګست په میاشت کې ډېر فرمایشونه ترلاسه کړي او د صادراتو فرمایشونه هم له اوږدې مودې کمښت وروسته د تېرو څلور نیمو کلونو په موده کې د دویم ځل لپاره زیات شوي، چې دا د بهرنیو بازارونو د تقاضا د زیاتېدو نښه بلل کېږي. سرچینه وایي، د فابریکو د تولید شاخص هم له ۵۲.۹ څخه ۵۳.۳ ته لوړ شوی چې د تېرو ۵۴ میاشتو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د یورو سیمې د تولیدي سکټور وده په څه باندې څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده
Sources
Afghan sources
د یورو سیمې د تولیدي سکټور وده په څه باندې څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده