په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازي تاجالدین اویوالا د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدنه کې د افغان ماشومانو او اړمنو ټولنو لپاره د بشري مرستو او د بنسټیزو خدمتونو د برابرېدو په اړه خبرې کړي. شهلا چې د کابل اوسېدونکې او د دوو ماشومانو د کورنۍ سرپرسته ده افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کورنۍ یې په تېره یوه میاشت کې ډېری وخت پر وچې ډوډۍ، چای، شوله او چټني شپې سبا کړي دي. د هغې په وینا، کورنۍ یې په دې موده کې یوازې یو ځل د هګیو د خوړلو توان پیدا کړی او اوس په منظم ډول د غوښې، مېوې، سبزیو او لبنیاتو پېرودل نور د دوی له وسې وتلي دي. شهلا وايي، مخکې له دې چې طالبان بېرته واک ته ورسېږي، هغې د سینګارتون د کار او ماشومانو ته د زده کړې ورکولو له لارې د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروله. خو په ۲۰۲۳ کال کې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته، یې د خپلې کورنۍ د عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړه. نوموړې وايي، روغتیايي ستونزو، په ځانګړي ډول د زړه ناروغۍ یې هم د کار کولو وړتیا محدوده کړې ده. د طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د دې ډلې د مشر هبت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان استازو کابل کې د افغان ماشومانو پر وضعیت غږېدلي
منابع
Afghan sources
د یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان استازو کابل کې د افغان ماشومانو پر وضعیت غږېدلي