د طالبانو مخالفې پوځي جبهې ادعا کوي چې یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې یې د طالبانو پر وړاندې ۱۹ بریدونه کړي دي. د دغو جبهو د ادعاوو پر بنسټ، دغه بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې شوي او په دغو بریدونو کې د طالبانو ۳۳ غړي وژل شوي دي. طالبانو یوازې په بدخشان کې د خپلو مخالفو پوځي جبهو بریدونه تایید کړي، خو د خپلو پوستو او مرکزونو نیول ردوي او د مخالفو پوځي جبهو د نورو ادعاوو او د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي. په ورته مهال، په بدخشان کې د طالبانو والي محمد اسماعیل غزنوي وايي چې کورني او بهرني دښمنان به د وضعیت د ګډوډولو خوبونه له ځان سره ګور ته یوسي.
Quick facts
Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-09 22:33:11
Timeline
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د زمری ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون