Englishافغانستانامنیتبدخشان

د ۱۴۰۵ د زمزی ۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-07-25 20:35:53🎙 Listen to radio

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د دې ولایت په درايم او زیباک ولسواليو کې نښتې په وقفه‌يي ډول روانې دي. د دغو سرچينو په وينا، له تېرو دوو ورځو راهيسې په دغو ولسواليو کې جګړې لا پسې سختې شوې دي او طالبانو خپل نور ځواکونه د زیباک، درايم او يفتل صفلا ولسواليو ته لېږلي دي. د ازادۍ جبهې د سياسي کمېټې مشر له آمو ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې په زیباک ولسوالۍ کې د دغې جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده. داوود ناجي زياته کړې، چې د ازادۍ جبهې ځواکونه پنځلس پرله‌پسې ساعته په جګړه بوخت وو او د بدخشان د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو لپاره د طالبانو هڅې یې شنډې کړې دي. خو د طالبانو د «۲۱۹ عمر ثالث فرقې» ويلي، چې د چترال له لارې، زیباک ولسوالۍ ته د وسلوالو د ننوتلو مخه یې نيولې ده.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-25 20:35:53

Timeline

  1. Amu TV

    د ۱۴۰۵ د زمزی ۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-25 19:21:47

د ۱۴۰۵ د زمزی ۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button