د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده ته د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې د یو شمېر طالب پلویو دیني عالمانو له لوري د «شیخالاسلام» لقب ورکړل شو؛ هغه غونډه چې اخندزاده په کې یو ځل بیا د امیر پر محوریت، د رهبر پر اطاعت، د طالبانو ترمنځ د کورنیو اختلافونو پر وړاندې پر مبارزې او د خپلو فرمانونو له لارې د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ. اخندزاده په خپله وینا کې د اختلافونو شتون ته په اشارې سره وویل چې «یووالی د امیر له لارې رامنځته کېږي» او ټینګار یې وکړ، چې د خپل واک د ساتلو لپاره به مسلمانان د یو بل پر وړاندې ونه پاروي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-11-17 23:07:01
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د لړم ۲۶ – د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون