افغانستانامنیتپښتوغور

د ۱۴۰۵ د وږی ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-18 04:02:01🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د افغانستان په اړه وایي، چې په دغه هېواد کې امنیتي ګواښونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. د دغه راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې نږدې درې زره امنیتي پېښې ثبت شوې دي. په همدې حال کې، د امریکا، چین، روسیې، پاکستان، ایران او ډنمارک استازي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له دوامه اندېښنه څرګندوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازی طالبان، ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو تورنوي. د چین استازی بیا له طالبانو غواړي، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې لا ډېر اقدامات وکړي. د روسیې استازی د داعش خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له فعالیتونو اندېښنه ښودلې، خو د پاکستان استازی ادعا کوي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل شوی دی.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-18 04:02:01

مهالوېش

  1. Amu TV

    د ۱۴۰۵ د وږی ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-17 20:25:33

د ۱۴۰۵ د وږی ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button