د ترکیې د ملي استخباراتو رئیس له طالب لوړپوړو چارواکو سره له لیدنو وروسته اسلامآباد ته تللی او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر، د پوځ له لوی درستیز او د پاکستان د استخباراتو له رئیس سره خبرې کړې دي. د ترکیې نړیوال خبري اژانس، آنادولو، د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې انقره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د له منځه وړلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي. له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ترکیې او قطر په منځګړیتوب کې رغنده رول لوبولی دی؛ خو د منځګړو له خوا د ثبات د رامنځته کولو له هڅو سره سره، د افغانستان غبرګون منفي و او افغانستان چمتو نه شو، چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې د استفادې د مخنیوي په اړه تضمین ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې آمو ته سرچینو پرون تایید کړې وه، چې د طالبانو د مشر، هبتالله اخندزاده او د ترکیې د پلاوي ترمنځ ټاکل شوې لیدنه په وروستیو شېبو کې لغوه شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د وږی ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون