د بدخشان لپاره د طالبانو نوي ټاکل شوي چارواکي تر اوسه دې ولایت ته نه دي تللي. د بدخشان د والي په توګه د رحمتالله نجیب او په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو د قوماندان په توګه د احمدشاه دیندوست له ټاکل کېدو دوه ورځې وروسته، سرچینې آمو ته وایي چې دوی تر اوسه په رسمي توګه خپلې دندې نه دي پیل کړې. د سرچینو په وینا، تر اوسه د هغوی د معرفي کولو او د کار د پیل وخت هم نه دی مشخص شوی. په همدې وخت کې، ځایي سرچینې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د آزادۍ جبهې ترمنځ د نښتو د دوام خبر ورکوي.
اطلاعات کوتاه
مکانبدخشان
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-28 00:32:14
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د وږی ۵ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون