جرمني تائید کړې، چې د طالبانو څلور نور ډیپلوماتان یې منلي او تمه کېږي چې دوی به ډېر ژر دغه هېواد ته ورسېږي. د «دویچهوله» د راپور له مخې، دا پرېکړه د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره شوې، چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي دي. له دې مخکې، د جرمني لومړي وزیر د پراخو نیوکو په ځواب کې ویلي وو، چې هېواد یې د طالبانو رژیم نه عادي کوي او نه هم طالبانو ته د دوستۍ لاس ورکوي. خو په اروپا کې د طالب ډيپلوماتانو منل، له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالین وایي، چې نړیواله ټولنه باید طالبان عادي نه کړي.
لنډ معلومات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 02:29:34
مهالوېش
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱۴ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون