په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند په یوه پیغام کې آمو ته د یفتل پایین ولسوالۍ لنډمهاله سقوط تایید کړی دی. ځايي سرچینې آمو ته وایي، دغه ولسوالۍ نن د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له ولکې وتلې وه. د سرچینو په وینا، تېره شپه شاوخوا دوه بجې یو شمېر وسلهوالو مخالفانو په دې ولسوالۍ برید وکړ، طالبان یې بېوسلې کړل او د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې ډلې د دې ولسوالۍ پر ودانۍ خپل بیرغ پورته کړ او د څو ساعتونو لپاره یې اداره په لاس کې واخیسته. د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، برید هغه مهال وشو چې د طالبانو لوړپوړي مسوولین په ولسوالۍ کې نه وو او له څو ساعتونو وروسته ولسوالۍ بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله.
لنډ معلومات
ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 19:47:48
مهالوېش
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون