افغانستانامنیتبلخپښتو

کرکټ; افغان ایلېون اوزبکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماته ورکړه — Bakhtar

روان خبرSecurityبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 07:07:53🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د اوزبکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره شل‌اوریزه دوستانه لوبه د ۱۹۹ منډو په توپیر افغان اېلېون لوبډلې وګټله. دغه سیالي د افغانستان «ایلېون» او د ازبکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یادې لوبې د زرګونه مینه والو په ګډون ترسزه شوه. د ازبکستان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د افغان «ایلېون» لوبډلې ته لومړۍ د توپوهنې بلنه ورکړه.افغان «ایلېون» لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې لپاره حسن عیسی‌خېل په ۱۲۰، عمران میر په ۷۴، فیصل خان شینوزاده په ۳۱ او نورالرحمن په ۲۹ منډو د پام وړ توپوهنه وکړه.په توپ‌اچونه کې هم افغان لوبډلې غوره لوبه وکړه او د ازبکستان لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو په ستره ماتې ورکړه.د افغان لوبډلې په ګټه نصیر خان معروف‌خېل، عمران میر او وفادار مومند دوه ـ دوه او فریدون داودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې حسن عیسی‌خېل د سلیزې او غوره لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، دغه دوستانه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د یادې لوبې د پراختیا او همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ ترسره شوه.د لوبې په پای کې د ازبکستان د لوبډلې مشر اسد بېک موسایوف د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د سیالۍ د ښه تنظیم، مېلمه‌پالنې او دوامدارې همکارۍ مننه وکړه. نوموړي وویل، افغانستان ته له سفر څخه خوښ دی او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته سیالیو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.هغه زیاته کړه، په افغانستان کې مناسب امنیتي وضعیت، له کرکټ سره د خلکو پراخه مینه، د لوبغاړو وړتیا او د خوست د رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي اسانتیاوې هغه عوامل دي، چې کولی شي افغانستان د نړیوالو کرکټ سیالیو د کوربتوب لپاره لا مناسب کړي.د خوست د کرکټ امریت مطبوعاتي مسوول اکبر علي سمون باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، که څه هم دغه لوبه دوستانه وه، خو د افغانستان او په ځانګړي ډول د خوست لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه په راتلونکي کې هم د نورو هېوادونو د لوبډلو د راتګ او د نړیوالو سیالیو د ترسره کېدو زمینه برابروي.بلخوا، د کرکټ مینه ‌والو د لومړي ځل لپاره په خوست کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربتوب د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې مهم ګام وباله او ویې ویل، چې دا ډول سیالۍ به د هېواد نړیوال ورزشي اعتبار، سیمه‌ییز اقتصادي فعالیتونه او د افغانستان مثبت انځور لا پیاوړی کړي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 07:07:53

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کرکټ; افغان ایلېون اوزبکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماته ورکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-11 03:59:08

کرکټ; افغان ایلېون اوزبکستان ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماته ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button