Englishافغانستانامنیتبدخشان

د ۸ خبرونو زمری ۱۱ د اگست ۲ | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-08-02 21:42:12🎙 Listen to radio

د بدخشان د یفتل صفلا ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د پرونیو اعتراضونو د وژل شویو شمېر څلور او د ټپیانو شمېر نهو ته رسېدلی دی. د دوی په وینا، دغه ولسي پاڅون د طالبانو د پرله‌پسې فشارونو، نیونو او پلټنو پر ضد ترسره شوي دي. په همدې حال کې، یو شمېر سرچینې وایي، طالبانو د یفتل صفلا ولسوالۍ له لنډمهاله سقوط او د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې له وروستیو نښتو وروسته، خپلې نیونې او پلټنې زیاتې کړې دي. خو په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ وایي، اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې په یوې امنیتي پوستې کې یو موټرسایکل، چې یو نارینه او یوه ښځينه سپرلۍ یې درلوده، د نشه‌یي توکو د لېږد په تور ودرول شو. ځايي سرچینې دا هم تاییدوي، چې په دغو اعتراضونو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-02 21:42:12

Timeline

  1. Amu TV

    د ۸ خبرونو زمری ۱۱ د اگست ۲ | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-02 19:43:59

د ۸ خبرونو زمری ۱۱ د اگست ۲ | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button