د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ځینو مطالبو نه خپراوی چې له ملي مصلحتونو سره په ټکر کې وي د رسنیو د سانسور معنا نهلري. نوموړي دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې په کندهار ولایت کې له خبریالانو سره د لیدنې پرمهال کړې دي. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې له څو هغو کسانو سره خبرې کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دولتي او شخصي ادارو کې د کار په لټه کې دي او ځینې یې ان په څلور لارو کې هم د کار پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي. د ۱۱ کسیزې کورنۍ ۲۷ کلن سرپرست نور احمد اغا چې پلار او مشر ورور یې درې کاله مخکې په یوه ترافیکي پېښې کې مړه شوي وايي، بازارونه له خلکو ډک دي خو د خلکو په جېبونو کې پیسې نهشته او د کار غوښتونکو لپاره کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي. هغه وایي: «سهار له کوره ووځم چې کار پیدا کړم، ماښام بېرته تش لاس راګرځم، کورنۍ مې ماته سترګې په لار وي؛ خو زه نه پوهېږم سبا به د کور خرڅ له کومه کوم دا زما لپاره ډېر سخت حالت دی». له باغیس نه راغلې کورنۍ چې شاوخوا لس کاله کېږي په کندهار کې ژوند کوي سرپرست یې پر شهیدانو څلور لاري د مزدورۍ په تمه ورځ تېروي. هغه وایي، طالبانو خلک په دې تېر اېستلي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ذبیحالله مجاهد: طالبان د رسنیو د سانسور اراده نهلري خو ځینې مسایل د خپرېدو نهدي
Sources
Afghan sources
ذبیحالله مجاهد: طالبان د رسنیو د سانسور اراده نهلري خو ځینې مسایل د خپرېدو نهدي