افغانستانامنیتدری

ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ نظامي جبهه نشته + غږیز راپور

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 09:40:29🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په افغانستان کې د «متحدې جبهې» په نوم ديوې ډلې په اړه ويلي چې په افغانستان کې اوسمهال کومه ډله یا جبهه شتون نه لري او په دې هکله اندېښنې بېځايه دي. ذبیح‌الله مجاهد ټینګار وکړ چې په هېواد کې هېڅ ډول جبهې او ډلې ټپلې نشته او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خپل‌سرو ډلو په جوړولو سره د هېواد امنیت او ثبات زیانمن کړي. دغه راز ذبيح الله مجاهد زیاته کړه، افغانستان اوس واحد حکومت، واحده رهبري او واحد نظامي ځواکونه لري او ټول امنیتي بنسټونه د هېواد د امنیت، ملي یووالي او د نظام د ساتنې لپاره خپلې دندې ترسره کوي. هغه همدارنګه وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د سر په بیه هڅې کوي او د هر ډول امنیتي ګواښ پر وړاندې چمتو دي. د اسلامي امارت چارواکي په داسې حال کې د مخالفو ډلو شتون ردوي چې وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو ادعاوې هم خپرېږي، خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې دغه ادعاوې بنسټ نه لري او په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 09:40:29

خط زمانی

  1. Parstoday

    ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ نظامي جبهه نشته + غږیز راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-03 09:37:15

ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ نظامي جبهه نشته + غږیز راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button