Kabulافغانستانامنیتدری

ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ + بشپړه غږیزه مرکه

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-04 00:20:06🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري. په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي دوه ورځې وړاندې د افغانستان د فوټسال اتلانو د ستاینې په مراسمو کې ویلي وو چې ایران د مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي او باور لري چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د خبرو، تفاهم او ګډ مشارکت له لارې وټاکل شي. د نوموړي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د ملتونو ترمنځ د اعتبار او اعتماد فضا هغه مهال جوړېدای شي، چې واقعاً هېوادونه د نورو هېوادونو په چارو کې لاس‌وهنه او مداخله ونه کړي. د مرستیال سفیر مرتضوي څرګندونې د ستایلو وړ وې، هغوی د افغانستان په اړه ښه موقف درلود او هیله لرو چې همېشه دغه موقف په اساسي کرښو باندې بدل شي.» ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت هم د ورور هېواد ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري او د سولې، امن او ثبات هیله کوي او په دې برخه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-04 00:20:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ + بشپړه غږیزه مرکه

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-04 00:11:57

ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ + بشپړه غږیزه مرکه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button