د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په پکتیا کې د یوې ولسي غونډې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که څوک له ډیورنډ فرضي کرښې راواوړي، له سخت چلند سره به مخ شي. مجاهد دغه راز ادعا کړې، چې د دوی« بنسټیزې پروژې» به ۱۰ کاله وروسته، د افغانستان بڼه په«بشپړه توګه بدله» کړي. مېرمن پیلای چې پخوا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه دنده ترسره کړې، په خپله انلاین وینا کې ویلي چې د کابل له سقوط څخه نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت نه دی ښه شوی او د طالبانو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري. هغې د شته شمېرو په یادولو سره ویلي چې له هرو لسو افغان ښځو څخه اته یې نه دنده لري او نه هم زدهکړو ته لاسرسی لري. د هغې په وینا، د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول په کلتور یا دین نه شي توجیه کېدای. مېرمن پیلای د طالبانو د مشرانو پر وړاندې نړیوالو قضایي اقداماتو ته په اشارې سره وویل، د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې په هاګ کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نیولو غوښتنه کړې وه. هغې د دې اقدام ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو عاملان باید ونیول شي او عدالت ته…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي
Sources
Afghan sources
ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي