Englishافغانستانامنیتبدخشان

ذبیح الله مجاهد: په بدخشان کې د ناامنۍ هڅې مو په وخت شنډې کړي دي

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-07-27 10:00:08🎙 Listen to radio

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په بدخشان ولایت کې کومه لویه امنیتي ستونزه نه ده رامنځته شوې او هغه محدودې پېښې چې په دې وروستیو کې شوې وې، په وخت شنډې شوي دي. مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په مرکه کې وویل: «په بدخشان ولایت کې کومه لویه ستونزه نه ده رامنځته شوې، البته دوه سرخوږي پیدا شول؛ په یوه ولسوالۍ کې څه ستونزه رامنځته شوه او بل ځل د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته څه ستونزه پېښه شوې وه، چې دواړو ته په وخت رسېدنه شوې ده. د اسلامي امارت ځواکونه او استخباراتي ارګانونه پر دې کار کوي چې د دغسې مفاسدو جرړې وباسي.» هغه ټینګار وکړ چې افغانان په عمومي ډول جګړه نه غواړي او نه هم د جګړې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، هر څوک چې شرارتونه خوښوي، ټول ولسونه یې پر وړاندې ولاړ دي. د طالبانو ویاند زیاته کړه، د وروستیو امنیتي پېښو پر مهال هم څرګنده شوه چې ولسي ملاتړ د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو سره موجود و او خلکو د مشکوکو کسانو په ځای معلومولو، نیولو او مجازات کې هم رول درلود. مجاهد وویل، ولس پوهېږي چې دا ډول شرارتونه د افغانستان له بهر څخه سرچینه اخلي، له همدې امله افغانان د هغو پر وړاندې متحد دي او هېواد به په امن کې وساتي. هغه همداراز وویل،…

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-27 10:00:08

Timeline

  1. Parstoday

    ذبیح الله مجاهد: په بدخشان کې د ناامنۍ هڅې مو په وخت شنډې کړي دي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-27 09:54:08

ذبیح الله مجاهد: په بدخشان کې د ناامنۍ هڅې مو په وخت شنډې کړي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button