Summary: د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان لپاره د بلاروس غیر مقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک د تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د باورلیک سپارلو په دغو مراسمو کې، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو په اړه خبرې وشوې.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء وویل چې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اړیکو نوی فصل د باور او اړیکو پیاوړتیا ښيي او ستاسو د ماموریت پیل به د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکي لا پیاوړې کړي. افغانستان په دې برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.ورپسې د افغانستان لپاره د بلاروس سفیر او ځانګړي استازي د خپل ماموریت په پیل خوښي وښوده او وې ویل چې هېواد به یې د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي.نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، په وروستیو کې بلاروس ته د افغانستان اسلامي امارت د مختلفو پلاویو تګ راتګ د دې لامل شوی، چې بلاروس سره د افغانستان پر اړیکو باور لا زیات شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
رئيس الوزراء د افغانستان لپاره د بلاروس د غیر مقیم سفیر باورلیک ومانه
سرچینې
Afghan sources
رئيس الوزراء د افغانستان لپاره د بلاروس د غیر مقیم سفیر باورلیک ومانه