DevelopmentEnglishKabulافغانستان

راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ای‌سي‌سي تازه درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-08 04:52:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې راشد خان د شل‌اوریزو او یو ورځنیو لوبو د توپ‌اچوونکو او عظمت‌الله عمرزي د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي. د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۷۱۴ نومرو په ترلاسه کولو یو ځل بیا په لومړي ځای کې راغلی دی. همدارنګه د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان بیا د ۷۲۰ نومرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړی او پاکستاني ورو توپ‌اچوونکي ابراراحمد بیا دویم مقام ترلاسه کړی دی. دغه‌راز، له دې مخکې راشدخان د شل‌اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې په دویم او پاکستانی ابراراحمد په لومړي مقام کې و. د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجه‌بندۍ کې د ۳۳۷ نومرو په ترلاسه کولو عظمت‌الله عمرزی یو ځل بیا په لومړي مقام کې راغلی دی. دغه‌راز عمرزی له دې مخکې هم د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجه‌بندۍ کې په لومړي مقام کې و.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-08 04:52:01

Timeline

  1. Pajhwok

    راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ای‌سي‌سي تازه درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-08 09:21:05

راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ای‌سي‌سي تازه درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button