د بلوچستان په کې خضدار او خیبر پښتونخوا کې بنو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو په دوو جلا استخباراتي عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د روغتونونو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې له بندېدو مخکې هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغان ناروغان د درملنې لپاره د پېښور لویو دولتي او شخصي روغتونونو ته تلل، چې ډېری یې د سرطان، زړه، پښتورګو او هډوکو په څېر سختو ناروغیو درلودونکي وو. د لېډي ریډنګ روغتون، خیبر ټیچنګ روغتون او حیاتاباد میډیکل کمپلېکس په ګډون د پېښور په روغتونونو کې د افغان ناروغانو شمېر د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته په بېساري ډول کم شوی دی. د روغتونونو د چارواکو په وینا، پخوا افغان ناروغانو په ځینو روغتونونو کې د بهرنیو ناروغانو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوله، خو اوس دغه شمېر نږدې له منځه تللی دی. د سختو ناروغانو د درملنې په اړه اندېښنې ډاکټران وايي، د تورخم د بندېدو تر ټولو جدي اغېز پر هغو ناروغانو دی چې په افغانستان کې د خپلې ناروغۍ مناسبه درملنه نه شي ترلاسه کولای. د دوی په وینا، د سرطان، زړه او پښتورګو په څېر ناروغیو کې پر وخت تشخیص او دوامداره درملنه ډېره مهمه ده او د درملنې ځنډ د ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کولای شي. د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل…
Quick facts
Timeline
-
AF International
خضدار او بنو کې امنیتي عملیات؛ ۱۵ وسله وال وژل شوي
Sources
Afghan sources
خضدار او بنو کې امنیتي عملیات؛ ۱۵ وسله وال وژل شوي