د طالبانو د مالیې وزیر او یو شمېر نورو چارواکو په غزني کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو کورنۍ وهڅولې، چې خپل یتیمان د دوی په مدرسو کې شامل کړي. څارونکي د طالبانو دا هڅې له بېوزلو یتیمانو ناوړه استفاده او د افراطیت د پراختیا خطرناک زنګ ګڼي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمهییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي. په اسلاماباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
غزني ته د طالب چارواکو سفر؛ د وژل شویو جنګیالیو یتیمان یې په مدرسو کې شاملیدو ته وهڅول
سرچینې
Afghan sources
غزني ته د طالب چارواکو سفر؛ د وژل شویو جنګیالیو یتیمان یې په مدرسو کې شاملیدو ته وهڅول