کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د جرمني «تاز» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په پام کې لري، په نږدې راتلونکي کې د جرمي مخینې لرونکو افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم بېرته افغانستان ته ولېږي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ بلل کېږي. د هغه راپور له مخې چې د جرمني د بېلابېلو ایالتونو د کډوالو چارو شوراګانو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، دا مهال لږ تر لږه پنځه افغان وګړي چې نه د جرم په تړاو محکوم شوي او نه هم د امنیتي ادارو له لوري خطرناک کسان بلل شوي، د ایستلو په ځانګړو توقیفخونو کې ساتل کېږي. د «تاز» د راپور له مخې، له دغو کسانو څلور یې د بایرن ایالت او یو بل یې د هِسن ایالت په توقیفخونو کې دي. همدارنګه، یو بل افغان وګړی چې د نیدرزاکسن ایالت په توقیف کې و، د سېشنبې په ورځ وروسته له هغه خوشې شو چې څرګنده شوه د جرمني د کډوالۍ او پناهغوښتنې فدرالي ادارې (BAMF) د یوې اداري پرېکړې په ابلاغ کې تېروتنه کړې وه. راپور کې راغلي چې جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د څو کلونو لپاره افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو بهیر درولی و، خو د ۲۰۲۴ کال له مني راهیسې یې دغه بهیر بېرته پیل کړی دی. هغه…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
راپور: المان غواړي هغه افغانان هم وباسي چې جرمي مخینه نه لري
Sources
Afghan sources
راپور: المان غواړي هغه افغانان هم وباسي چې جرمي مخینه نه لري