کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې رحمتشاه یې د حشمتالله شاهدي پر ځای د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټلوبو لوبډلمشر ټاکلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مخکني لوبډلمشر حشمتالله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمتشاه زرمتی چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټلوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. کرکټ بورډ لیکلي، د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمنالله ګربز ته سپارل شوې ده. سرچینې لیکلي، رحمتشاه له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر مخ وړی او تر دې چې په ځینو هغو کې یې د لوبډلمشرۍ رول هم ادا کړی دی. خبرپاڼه کې راغلي، رحمتشاه له نړۍوال کرکټ، لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري. کرکټ بورډ لیکلي چې د رحمتشاه ترڅنګ به رحمنالله ګربز په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي. د یادونې ده، حشمتالله شهیدي پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
رحمتشاه د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټلوبو لوبډلمشر وټاکل شو
منابع
Afghan sources
رحمتشاه د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټلوبو لوبډلمشر وټاکل شو