روسیه؛ افغان سفیر مسکو کې د افغانستان د سفارت ودانۍ او تاسیساتو د… — Bakhtar
Summary: په روسیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر مسکو کې د افغانستان د سفارت ودانۍ او تاسیساتو د جوړولو لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې ده. یاد سفارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې افغان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو استازولیو د خدمتونو د عمومي ادارې له لوري د افغانستان سفارت ودانۍ او اړوندو تاسیساتو د جوړولو لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه ليدنه کړې ده.د سرچینې د معلوماتو له مخې ياده ځمکه چې د مسکو ښار په ستراتيژيک ځای کې موقيعت لري، ابتدایي سروې او کتنه يې ترسره شوه او ټاکل شوې، چې د اړوندو اداري پروسو له بشپړېدو وروسته به پرې، د منظور شوي پلان له مخې د افغانستان د سفارت ودانۍ او اړینو تأسیساتو جوړولو چارې پیل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
روسیه؛ افغان سفیر مسکو کې د افغانستان د سفارت ودانۍ او تاسیساتو د جوړولو لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې
Sources
Afghan sources
روسیه؛ افغان سفیر مسکو کې د افغانستان د سفارت ودانۍ او تاسیساتو د جوړولو لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې