Summary: د روسیې یو شمېر سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو بلخ کې افغان سیالانو سره په ناسته کې ویلي، چې غواړي له افغانستان څخه روسیې ته د رېل پټلۍ له لارې د تازه مېوو د صادراتو زمینه برابره او افغان ځوانانو ته په روسیه کې د انلاین زده کړو اسانتیاوې رامنځته کړي. دوی ویلي، د دغو همکاریو د پراختیا له لارې به د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې، علمي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ به د ګډو فعالیتونو زمینه برابره شي.ناسته کې د بلخ مسوولینو افغانستان د روسي پانګوالو په ګټه بللی او د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې یې د روسیې د مرستې غوښتنه کړې ده.د افغانستان مېوې چې د ځانګړي خوند په لرلو سره په نړۍوال بازار کې ځانګړی ځای لري په کور دننه او بهر یې پېردونکي ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
روسیه د افغانستان تازه مېوو صادراتو او افغانانو ته د انلاین زده کړو زمينه برابروي
سرچینې
Afghan sources
روسیه د افغانستان تازه مېوو صادراتو او افغانانو ته د انلاین زده کړو زمينه برابروي