Summary: د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره په لیدنه کې د افغان پاراالمپیک ورزشکارانو د ملاتړ او د هغوی د ورزشي وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د روسیې د پاراالمپیک کمېټې رئیس ویلي، چې پاراالمپیک ورزشکاران هغه برخه دی چې ځانګړې پاملرنې او اسانتیاوو ته اړتیا لري او اړینه ده، چې د هغوی د خدمت او ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.روژکوف زیاته کړې، چې هڅه به وکړي په روسیه کې د افغانستان د پاراالمپیک ورزشکارانو لپاره د روزنیزو کمپونو او تمریناتي سیالیو زمینه برابره کړي، څو افغان ورزشکاران خپلې وړتیاوې لا پیاوړې او په راتلونکو سیالیو کې غوره پایلې ترلاسه کړي.د شنونکو په وینا، یاده لیدنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د پاراالمپیک ورزش په برخه کې د همکارۍ د پراختیا، د افغان ورزشکارانو د روزنې او د هغوی د ملاتړ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
روسیې د افغان پاراالمپیک ورزشکارانو ته د روزنیزو کمپونو او سیالیو د برابرولو ژمنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
روسیې د افغان پاراالمپیک ورزشکارانو ته د روزنیزو کمپونو او سیالیو د برابرولو ژمنه وکړه